ایا قطر ته د ولسمشر غني سفر به د افغانانو لپاره د اوربند زیری ولري!؟

ولسمشر محمد اشرف غني نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په داسې مهال کویټ او قطر ته ولاړ، چې هېواد کې جګړه زور اخستي، بین الافغاني مذاکرت له ځنډ سره مخ دی او هېوادوال د اوربند ته هېله من دي.

ارګ وايي، جمهوررئیس غني کویټ د امیر روح ته له دعا وروسته پلازمېنې دوحې ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ، چې د قطر امیرشیخ تمیم حمد بن ال ثاني، لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او نورو مقاماتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث وکړي او د سفر په جریان کې په دوحه انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته هم وینا وکړي.

قطر ته د ولسمشر غني سفر په داسې مهال کیږي، چې هلته د امریکا دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مشر جنرال مېلر هم شته، چې یادو کسانو سره لیدل هم د دې سفر برخه ده.

سرچینې وايي، اوربند او بيا د مذاکراتو دوام او جنګ ځپلو سیمو ته د ژمي له را رسېدو وړاندې بشري مرستې رسول، د ولسمشر د دغه سفر مهم ټکي دي اوهغه به پدې سفر کې له قطري او امريکايي چارواکو وغواړي تر څو طالبان وهڅوي چې د اوربند پر وړاندې خنډونه جوړ نکړي.

د چارو یو شمېر شنونکي پاکستان ته د ډاکټرعبدالله سفر او قطر ته ولسمشرغني سفرونه عادي نه ګڼي او وايي، چې د افغان سولې پروسه کې د اوربند په ګډون د یو جدي بدلون لړۍ به پيل شي.

دوی وايي، په قطر کې د امریکايي، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو شتون او په ورته وخت کې  ولسمشر سفر به د سولې ځنډ بېرته عادي حالت ته ستون کړي، چې پایله به یې اوربند وي.

د شنونکو په باور پاکستان پوهیږي، چې نور د افغان سولې پروسه کې خنډ جوړول یې په ګټه نه دی او که چېرته په دې برخه کې غلط قدم واخلي د نړېوالي ټولنې له سخت غبرګون سره به مخ شي.

قطر ته د ولسمشر سفر سره همهاله په افغانستان او په ځانګړي توګه ټولنیزو رسنیو کې د اوربند اوازه ګډه شوې، چې افغانان یې ارامۍ ته هېله من کړي دي.

  • 14 تله 1399